دعمران خان دحکومت خلاف دنوي احتجاجي تحريک شروع کولو اعلان

دپاکستان تحريک انصاف( پي ټي ائي) باني اؤ پخواني وزيراعظم عمران خان دحکومت خلاف داحتجاجي تحريک شروع کولو اعلان کړے دے.
دپي ټي ائي سينيټر علي ظفر په اډياله جيل کښې دعمران خان سره دملاقات کولو نه پس دغه اعلان کړے، په دغه ليدنه کښې په ملکي سياسي اؤ دپارټۍ په امورو خبرې اترې شويدي.
دملاقات نه پس اډياله جيل نه بهر ميډيا سره خبرو کښې سينيټر علي ظفر ووئيل عمران خان ووئيل مونږ ته دعدليې او ايګزيکټيو نه کوم ريليف نۀ ترلاسه کيږي، مونږ دديوال سره لګول شوي يو، زمونږ سره سړکونو ته دراوتلو نه علاوه بله چاره نشته.
دۀ ووئيل دملکي کچې تحريک به دپي ټي ائي باني دجيل نه پخپله ليډ کوي خو داحتجاجي تحريک مرکز به اسلام اباد نۀ وي، ټول ملک کښې به احتجاجونه کيږي.
What's Your Reaction?






