خېبرپښتونخوا کښې 9 ترهه ګر ووژل شول، ائي ايس پي ار

May 26, 2025 - 02:17
 0  1
خېبرپښتونخوا کښې 9 ترهه ګر ووژل شول، ائي ايس پي ار

  سيکورټي فورسز په خېبر پښتونخوا کښې په دريو   مختلفو کارروائيو   کښې د هند حمايت يافته 9  ترهه ګر( خوارج) وژلي دي

 د پاك فوځ  دعامه  اړيکو څانګې (ائي اېس پي ار) له خوا په جاري شوې بيان كښې وئيل شوي دي  چې د هند حمايت يافته د خوارجو د موجودګۍ معلوماتو په  بنياد امنيتي ځواکونو  ډېره اسماعيل خان ضلع کښې يوه کارروائي کړې ده

 دبيان ترمخه امنيتي ځواکونو د خوارجو پټن ځايونه په ښه ډول په نښه کړل، د سختو ډزو د تبادلې نه پس د هند حمايت يافته خوارج وژلے شوي

 دبيان ترمخه په ټانك  ضلع کښې هم عمليات شوي، چې د ډزو په تبادله کښې امنيتي ځواکونو دوه نور د هند حمايت يافته خوارج وژلي۔

دريمه نښته د خيبر  ضلعې په باغ سيمه کښې وشوه، چرته چې امنيتي ځواکونو درې نور د هند حمايت يافته خوارج وژلي۔

د وژل شويو د هند حمايت يافته خوارجو څخه وسلې هم ترلاسه شوي، چې په دې سيمو کښې په ډېرو ترهه ګرو كاروائيو كښې ككړ وو ۔

د ائي اېس پي ار له مخې په سيمه کښې د کوم بل خارجي ختمولو لپاره عمليات روان دي۔ د پاکستان امنيتي ځواکونه په هېواد کښې د هند حمايت يافته ترهه ګرو ختمولو له لوظي دي۔

 بلخوا  وزير اعظم  شهباز شريف د ډېره اسماعيل خان، ټانك او خېبر كښې د 9 خوارجو په وژلو امنيتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې  کړي اؤ وئيلي ئې دي چې  د انسانيت د دښمنانو ناوړه عزائم به ختمولے شي ۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي