خېبرپښتونخوا کښې عمران خان اؤ بشرى بي بي ته داورول شوې سزا خلاف دپي ټي ائي احتجاج

Dec 21, 2025 - 20:46
 0  1
خېبرپښتونخوا کښې عمران خان اؤ بشرى بي بي ته داورول شوې سزا خلاف  دپي ټي ائي احتجاج

پېښور( وحدت خبر) خېبرپښتونخوا کښې عمران خان اؤ بشرى بي بي ته داورول شوې سزا خلاف  دپي ټي ائي کارکنانو اؤ قيادت لخوا سخت  احتجاجونه شويدي،  داحتجاج په دوران  پېښور، مهمند، وزيرستان،شبقدر،کوز چترال، باجوړ، لکي مروت، بره کوهستان، کرک ، ډيره اسماعيل خان  اؤ نورو ضلعو کښې لاريونونه وويستلے شول داحتجاج برخه والو دعمران خان په حق کښې نعره بازي اؤ دفيصلو خلاف سخت احتجاج کړيدے، دپي ټي ائي دباني درهايۍ غوښتنه شوې ده. ګړهي کپوره نه حلقه پي کے ٥٦ زيراهتمام ايم پي اے امير فرزند خان په مشرۍ کښې يو پرامنه اؤ موثره احتجاجي مظاهره دهغه په حجره کښې شوې چې پکښې دپي ټي ائي دباني  اؤ دهغه ميرمنې بشرى بي بي ته توشه خانه ټو کيس کښې داوولسو ، اوولسو کلونو قيد غيرائيني  ګرځول شوے اؤ دسزا خلاف دسختې غم اؤ غصې اظهار شوے دے. شرکاؤ فيصله غيرائيني ګرځولې اؤ سخته نعره بازي ئې کړې ده. ايم پي اے اميرفرزند خان مظاهرينو ته وينا کښې ووئيل  دا سزاګانې په انصاف پسې ټوقې اؤ په جمهوري اقدارو  حمله ده.  بلخوا  پيربابا کښې عمران خان اؤ بشرى بي بي ته داورول شوې سزا خلاف   پي ټي ائي احتجاج کړے دے، احتجاج دصوبائي صدر جنيد اکبر خان اؤ وزيراعلي سهيل افريدي په هدايت شوے دے. دايريګيشن صوبائي وزير رياض خان ترمخه  حلقه پي کے -٢٥ پير بابا کښې  قائد عمران خان، بشرى بي بي اؤ نورو کارکنانو ته داورول شوې مبېنه بې انصافه سزاګانو خلاف يوه کوټلې اؤ پرامنه احتجاجي مظاهره شوې ده، احتجاجي مظاهره :ښې تحصيل ناظم شيرعالم خان، تحصيل ناظم حاجي روزي خان، ملک ارشد اقبال خان اؤ دپاکستان تحريک انصاف کارکنانو اؤ عهديدارانو، يوتهـ ونګ، ائي ايس ايف ټائيګرز اؤ عوامو په ګڼ شمير کښې شرکت وکړو،  داحتجاج برخه والو دعمران خان په حق کښې نعره بازي کړې ده اؤ دفيصلو خلاف ئې سخت احتجاج ريکارډ کړے دے، مظاهره چيانو په لاسونو کښې بينر هم پورته کړے ؤ چې پرې  دعمران خان، بشرى بي بي، وزيراعلى سهيل افريدي، جنيد اکبر ، بيرسټر ګوهر اؤ نورو مشرانو عکسونه  وو، دوي دناانصافۍ نامنظور نعره بازي هم کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي