بلوچستان :دښځې اؤ خاوند قتلوونکي د٢٠و نه زيات ملزمان ګرفتار

Jul 21, 2025 - 12:31
 0  2
بلوچستان :دښځې اؤ خاوند قتلوونکي د٢٠و نه زيات ملزمان ګرفتار

 دبلوچستان دارالحکومت کوئټې خواؤشا کښې دخوښې وادۀ کوونکو ښځې اؤ خاوند قتلوونکي مرکزي ملزم بشيراحمد پشمول ٢٠ کسان نيول شويدي، په نيول شوو ملزمانو کښې داتکزئي قبيلې مشر شيرباز ساتکزئي، دهغه څلور وروڼه اؤ دوه محافظان هم شامل دي، دپېښې مقدمه په هنه اوړک تاڼه کښې دايس ايچ او په مدعيت کښې درج کړے شوې ده.

دډان نيوز ترمخه  دکوئټې خواؤشا علاقې ډيګاري کښې داختر نه درې ورځې وړاندې  دقتل شوې  جوړې بانو ستکزئي  اؤ احسان الله سمالائي ويډيو وائرل کيدو نه پس پوليسو کارروائي کړې اؤ دشلو نه زيات کسان ئې نيولي دي.

 دپوليس ذريعو ويناده  چې  نيول شوي کسان به نن دجوډيشل مجسټريټ مخې ته پيش کولے شي.

 دکوئټې پوليسو  کيس د نورو تحقيقاتو لپاره سيريس کرائمز انوسټي ګيشن ونګ ته سپارلے دے.

 دبلوچستان وزيراعلى  ددې پېښې غندنه کړې اؤ دانصاف فراهمۍ يقين دهانۍ ورکولو سره ئې وئيلي دي چې  ټول ککړ ملزمان به خپل انجام ته رسولے شي، رياست دمظلوم سره ولاړ دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي