کراچۍ کښې ټريفکي پېښه،څلور مړه
په کراچۍ کښې ديوې افسوسناکې پېښې په نتيجه کښې ددوه جينکو پشمول څلور کسان پحق رسيدلي دي.
دميډيا رپورټ ترمخه دکراچۍ ساحلي علاقې هاکس بے روډ باندې مخې ته راغلې دې پېښه کښې يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي.
دړپوليسو او ريسکيو چارواکو ترمخه يو تيزرفتاره ګاډے دساحل نه دښار په لوري واپس روان ؤ چې ناڅاپي بې قابو شو او دنالې دديوال سره ټکر شو چې په نتيجه کښې ئې په ګاډي کښې ناست کسان سخت ژوبل شول.
په ابتدائي توګه په دې حادثه کښې ددوه کسانو دمړينې تصديق شوے ؤ چې پکښې يوه زنانه اؤ يوه ماشومه شامل وو، وروسته دريسکيو چارواکو ووئيل چې يو بل ژوبل تن هم ساه ورکړې ده، وروسته يو بل ژوبل تن هم ساه ورکړه چې ورسره دمړو شمير څلورو ته ورسيدو.
پېښه کښې مړو شوو کښې ٢٠ کلن زين ولد يوسف، څلور کلن حسين او اته کلنه ماشومه فاطمه شامل دي، ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0