په يورپ کښې دسختې ګرمۍ دلاسه په ١٠و ورځو کښې 2300 کسان مړۀ
ديورپ په ١٢و لويو ښارونو کښې دسختې ګرمۍ دچپې په دوران په لسو ورځو کښې ٢٣٠٠ کسان مړۀ شويدي.
دنړيوالې خبري ادارې درپورټ ترمخه دا مرګونه د٢٣مجون ٢مې جولائي پورې په بارسلونا، ميډرډ، لندن او دميلان پشمول په ١٢و لويو يورپي ښارونو کښې شويدي.
په دې ٢٣٠٠ مرګونو کښې ١٥٠٠ نيغ په نيغه دماحولياتي بدلون په وجه شويدي چې پکښې زياتره مشران، بيماران،ماشومان اؤ په ډاګه کارکوونکي کسان شامل دي.
په دومره لوئې شمير په لويو ښارونو کښې مرګونه ځکه شوي چې سړکونه او عمارتونه ګرمي جذب کوي او دګرمۍ شدت ورسره سيوا کيږي.
داميپيريل کالج لندن محقق بين کلارک وينا ده چې ماحولياتي بدلون دحرارت درجه ډيره سيوا کړې ده چې ورسره دا حالات نور هم خطرناک شويديي.
ډاکټر ګيري فالوس کانسټنټيناؤډيس وئيلي صرف ددوه نه څلور ډګري پورې اضافه دژوند او مرګ ترمينځ فرق جوړيدے شي ځکه دګرمۍ چپه په خاموشه قاتل بللے شي ځکه چې زياتره مرګونه په کورونو يا هسپتالونو کښې په خاموشۍ سره کيږي.
دتحقيقي ادارې Copernicus Climate Change Service ترمخه جون ٢٠٢٥م ددنيا ترټولو تود جون ؤاؤ په مغربي يورپ کښې تراوسه ترټولو ګرم جون ريکارډ کړے شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0