پنجاب، دبس په چت ناست کسان ونې سره ټکر شول،درې مړۀ،١٨ ژوبل

Jun 10, 2025 - 16:44
 0  0
پنجاب، دبس په چت ناست کسان ونې سره ټکر شول،درې مړۀ،١٨ ژوبل

 په پنجاب کښې   دبس په چت ناست کسان ونې سره ټکر شوي دي چې له امله ئې  درې  کسان مړۀ اؤ ١٨ ژوبل شويدي.

 دريسکيو سرچينو وينا ده چې دپنجاب علاقې پنډۍ بهټيا سره نزدې دمظفر ګړهـ نه ګجرات ته روان بس  ددې پېښې ښکار شوے دے، دبس دچت دپاسه ناست مسافر ديوې ونې سره ټکر شوي اؤ لاندې راپريوتي دي.

 دريسکيو ټيمونو دپېښې داطلاع په ترلاسه کولو موقعې  ته رسيدلي اؤ  ژوبل شوي کسان  ئې هسپتال ته رسولي دي چرته چې دطبي سهولتونو کمے مخې ته راغلے دے.

دمړو شوو او ژوبل شووکسانو تعلق دسندهـ سره دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي