امريکې په ايران نوي بنديزونه ولګول

May 13, 2025 - 11:08
 0  2
امريکې په ايران نوي بنديزونه ولګول

 امريکې  ايران سره  دجوهري مذاکراتو په دوران په دريوو ايراني وګړو او يوې ادارې نوي بنديزونه لګولي دي، ددې بنديزونو مقصد دايران په جوهري پروګرام فشار سيوا کول دي.

 دنړيوالې خبري ادارې  درپورټ ترمخه امريکائي حکومت چې په کومو کسانو او  ادارې پابندۍ لګولي، ددوي تعلقات دايران ارګنائزيشن اف ډيفينسو انوويشن اينډ ريسرچ سره دے، کوم چې دايران متنازعه تحقيقي او دفاعي منصوبو کښې سرګرم دي.

دپابندو لاندې  ددې کسانو او ادارې په امريکا کښې موجودې ټولې  مالي اثاثې  منجمد کړے شويدي اؤ ددوي سره  څه قسمه تجارتي لين دين ممنوع ګرځول شوے دے.

 دامريکې خارجه وزير مارکو روبيو پخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې ايران مسلسل دجوهري وسلو او ددې  دترسيل نظام  په اړه په منصوبو کار کوي چې دعالمي امن لپاره خطره ده.

 دا نوي بنديزونه په داسې وخت کښې مخې ته راغلي چې د ايران او امريکې ترمينځ دمذاکراتو څلورم پړاو تيره ورځ مکمل شوے چې مقصد ئې يوه نوې معاهده کول دي ترڅو ايران دجوهري وسلو دتيارۍ نه منعې کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي