دهند او پاکستان جنګ زمونږ معامله نۀ ده: دامريکې نائب صدر

دامريکې نائب صدر جے ډي وينس وئيلي دي چې هند او پاکستان ته تاوتريخوالے راکمول پکار دي، خو هغه واضحه کړې ده چې امريکا په دې دواړو جوهري طاقتونو قابو نۀ شي موندلے او که چرې ددوي ترمينځ جنګ ونښتو نو هغه به زمونږ معامله نۀ وي.
دانډيپنډنټ اردو څانګې ترمخه په نهمه مئ،٢٠٢٥م دفاکس نيوز پروګرام دي سټوري ود مارټها مک کالک کښې دخبرو په دوران جے ډي وينس ووئيل چې مونږ غواړو چې دا معامله زر تر زره څومره چې ممکن وي، يخه شي، خو مونږ دا ملکونه کنټرول کولے نۀ شو.
درائټرز ترمخه دۀ ووئيل چې مونږ صرف دومره کولے شو چې دوي د تاوتريخوالي راکمولو ته وهڅوو، خو مونږ به په داسې جنګ کښې فريق نۀ جوړيږي چې په بنيادي توګه ورسره زمونږ کوم تعلق نشته اؤ په کوم چې زمونږ هيڅ اختيار نشته.
دپاکستان او هند ترمينځ په مقبوضه کشمير کښې دپهلګام حملې وروسته حالات سخت تاوژن دي، هند څو ورځې وړاندې په پاکستان حملې هم کړې وې چې پکښې ٣١ اولسي وګړي وژل شوي او ٥٧ نور ژوبل شوي وو، دهندي چارواکو له مخې پاکستان هم په هند ځوابي حملې کړي چې پکښې ١٦ اولسي وګړي او يو پوځي وژل شوے، دپاکستاني چارواکو دعوه ده چې پينځه هندي جنګي طيارې اؤ ٢٥ ډرونز ئې رانسکور کړيدي.
What's Your Reaction?






