په هندي کشمير کښې تعليمي ادارې دوه ورځو لپاره وتړل شوې

دهند او پاکستان ترمينځ دتاوتريخوالي په نتيجه کښې دهند زيرانتظام کشمير مرکزي علاقې او نورو رياستونو دسکولونو بندولو، په سرحدي ضلعو کښې بليک اوټ اؤ دپوليس اهلکارو او انتظاميې داهلکارو درخصتيو دمنسوخ کولو اعلان کړےدے.
دجمو او کشمير حکومت دزيارت په ورځ داحتياطيتدابيروپه توګه په مرکزي زيرانتظام علاقه کښې دټولو سکولونو، کالجونو او يونيورسټو ددوه ورځو لپاره دبند ساتلو حکم کړے دے.
دتعليم وزيرې سکينه ايتو پريس ټرسټ اف انډيا ته وئيلي په جمو او کشمير کښې به ټول سکولنه، کالجونه او يونيورسټۍ دجمعې او خالي په ورځ دوه ورځو لپاره بندې وي.
What's Your Reaction?






