کابل کښې چاؤدنه،7 کسان وژل شوي، ګڼ ژوبل

Jan 19, 2026 - 22:01
 0  6
کابل کښې چاؤدنه،7 کسان وژل شوي، ګڼ ژوبل

 دافغانستان  دارالحکومت کابل په سخت امنيتي زون کښې  په يو هوټل کښې دچاؤدنې له امله لږ ترلږه اووۀ کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي، ژوبل شوو کښې دوه چينائي وګړي هم شامل دي.

دافغان ميډيا ترمخه  حکومت تراوسه دمرګ ژوبلې  تفصيلات نۀ دي جاري کړي.

 خبري ادارې رائټرز ترمخه په چاؤدنه کښې تراوسه اووۀ کسان وژل شويدي، لاشونه او ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

 دا چاؤدنه دکابل دسخت امنيت په علاقه کښې شوې ده چرته چې اهم دفترونه،  دسود سودا اخستو مرکز، ريستورانونه او دسفارتخانو عمارتونه شامل دي او دا ددارالحکومت ترټولو محفوظو علاقو کښې ګڼل کيږي.

 دافغانستان داخله وزارت دچاودنېتصديق کړے دے،  دعبدالمتين قانع په نوم  يو وياند نړيوالې خبري ادارې رائترز ته وئيلي په پېښه کښې ګڼ کسان مړۀ او ژوبل شويدي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي