دنړۍ دپاکستان خلاف په هندي جارحيت تشويش،دزغم دمظاهرې کولو مشوره

نړيوالې ورورولي دهند جارحيت افسوسناک ګرځولے اؤ په دواړو ملکونو ئې زور راوړے دے چې دصبر نه دې کار واخلي.
دچين دخارجه وزارت لخوا په پاکستان دهندي حملو وروسته وئيل شويدي چې دواړه ملکونه دې پرسکونه اوسي او دزغم څرګندونه دې وکړي، چين وئيلي دي چې په سيمه :ښې په سيوا کيدونکي تاوتريخوالي تشويش لرو.
دچين ردعمل
دچين دخارجه وزارت لخوا وئيل شويدي چې دپاکستان په ضد دهند جارحيت افسوسناک دے او دداسې اقداماتو نه دې ډډه وکړے شي چې دسيمې سلامتي په خطره کښې واچوي.
دملګرو ملتونو ردعمل
همدغه شان دملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل ترجمان وئيلي سيکرټري جنرل انتونيو ګوتيريش په پاک وهند تاوتريخوالي دتشويش څرګندونه کړې ده، ددواړو ملکونه نه ئې غوښتنه کړې ده چې دزغم مظاهره وکړي.
دامريکې ردعمل
امريکائي خارجه وزير مارکو روبيو وئيلي هغه دپاکستان او هند ترمينځ دتاوتريخوالي دصورتحال په غور سره جائزه اخلي.
دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ په اوول هاؤس کښې ميډيا سره په خبرو کښې وئيلي شرمناکه خبره ده چې مونږ اوس دپاکستان خلاف دهندي حملو په اړه واوريدل.
دۀ ووئيل چې اميد دے چې په تاوتريخوالي کښې به کمے راشي.
پخپل يو بيان کښې هغه واضحه کړې ده چې صدر ټرمپ ددې موقف سره متفق دے چې دواړو ملکونو ته دخبرو اترو او رابطې دلارې پرامنه لاره اختيارول پکار دي، هغه اميد څرګند کړے دے چې دا تاوتريخوالے به ختم شي.
دجاپان ردعمل
جاپان هم په پاکستان او هند دزغم دمظاهرې کولو لپاره زور راوړے دے.
دجاپان چيف کيبنټ سيکرټري وئيلي دي چې پاکستان او هند دې په خبرو اترو صورتحال مستحکم کړي.
اخوا د متحده عرب اماراتو خارجه وزير پخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې موجوده صورتحال دحساس نوعيت دے اؤ ددې واحد پائيداره حل په خبرو اترو کښې دے.
دفرانس ردعمل
فرانس په هند او پاکستان زور راوړے دے چې دتحمل مظاهره وکړي په داسې حال کښې چې په دوه لسيزو کښې ددوه جوهري وسلو لرونکو ګاونډيانو ترمينځ بدترين تشدد راپورته کيږي.
دفرانس خارجه وزير نولبيروټ ټي ايف=١ ټيلي ويژن باندې يوه انټرويو کښې وئيلي دي چې مونږ ددهشت ګردۍ دلعنت نه دځان دبچ کولو دهند په خواهش پوهيږو، خو مونږ په واضحه توګه په هند او پاکستان دواړو زور راوړو چې دتحمل نه کار واخلي ترڅو په تاوتريخوالي کښې اضافه ونه شي او يقيناً داولسي وګړو حفاظت دې وکړے شي.
دايران ردعمل
په تهارن کښې دخارجه وزارت نه جاري شوي بيان ترمخه دايران دخارجه وزارت ترجمان اسماعيل باغائي پوځي اضافه تشويشناکه ګرځولې ده، ده اميد څرګند کړے دے چې دواړه فريقه اوس هم تاوتريخوالے راکمولے شي، ايران ددواړو فريقو ته دزغم دمظاهرې کولو غوښتنه کړې ده.
داسرائيلو ردعمل
په هند کښې داسرائيلو سفير راوين ازار په يو بيان کښې وئيلي دي چې اسرائيل دهند دځان ددفاع دحق ملاتړ کوي، په ايکس پخپل بيان کښې دۀ وئيلي دي چې ترهه ګرو ته په دې خبره دپوهيدو ضرورت دے چې دمعصومو خلاف دهغوي دناوړه جرمونو نه دپټيدو لپاره هيڅ ځائے نشته.
دقطر ردعمل
قطر وئيلي هغوي دهند او پاکستان ترمينځ د روان تاوتريخوالي دسخت تشويش سره پيروي کوي او دسفارتي ذريعو دلارې ئې دبحران په کولو زور راوړے دے.
دقطر دخارجه چارو وزارت په يو بيانکښې دپاکستان او هند دمواصلاتي لارو دپرانستلو ساتلو په فوري ضرورت زور راوړے دے.
دروس ردعمل
دروس خارجه وزارت وئيلي دي چې هغوي دپاکستان او هند ترمينځ په سيوا کيدونکي پوځي ټکر ژور تشويش لري، هغوي دواړو ملکونو نه دتحمل دمظاهرې کولو غوښتنه کړې ده.
دخارجه وزارت په ويب سائټ خپور شوي يو بيان کښې روس، چې ددواړو ملکونو سره غوره اړيکې لري، وئيلي هغوي دهرقسمه ترهه ګرۍ غندنه کوي.
دترکي ردعمل
ترکيې پۀ هنداو پاکستان په مشترکه توګه دعقل نه دکار اخستو په ضرورت زور راوړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې دهندوستان تازه ترينې پوځي کارروايۍ دلويې جنګ خطره پيدا کړې ده.
په يو بيان کښې دترکيې خارجه وزارت په ٢٢م اپريل دشوو حملو تقحيقاتو لپاره دپاکستان دغږ ملاتړ تکرار کړے دے.
دبرطانيې ردعمل
برطانيې هم پاکستان او هند ته دصبر نه دکار اخستو مشوره ورکړې اؤ دخبرو اترو کولو غږ ئې پرې کړے دے.
دبرطانيې خارجه وزير ډيوډ ليمي په يو بيان کښې وئيلي دي چې دپاکستان او هند ترمينځ اوسنے تاؤتريخوالے يو سنګين تشويش دے.
What's Your Reaction?






