دشنګهائي تعاون تنظيم بلوچستان کښې دترهه ګرۍ غندنه، دپهلګام په پېښه دهند دريځ مسترد

شنګهائي تعاون تنظيم کښې پاکستان لويه کاميابي ترلاسه کړې ده اؤ هند دسپکاوي سره مخ شوے دے، دتنظيم ددفاع دوزيرانو داجلاس په مشترکه اعلاميه کښې هند دپهلګام دپېښې په پاکستان پسې تړلو کښې ناکامه شوے دے، هند په مشترکه اعلاميه ددستخط کولو نه هم انکار کړےدے.
دډان نيوز ترمخه دشنګهائي تعاون تنظيم ددفاع دوزيرانو په اعلاميه کښې نوے ډيلے دپهلګام دپېښې په پاکستان پسې تړلو کښې ناکامه شوے دے. هندي وفد په اعلاميه کښې دپاکستان دغندنې لپاره منتونه کړي خو دغړو ملکونو وفدونو دهند دموقف دحمايت نه انکار کړے دے، شنګهائي تعاون تنظيم داجلاس په مشترکه اعلاميه کښې په بلوچستان کښې دترهه ګرۍ غندنه کړې ده.
دخبري ادارې اے ايف پي ترمخه چين په ساحلي ښار چنګ ډاو کښې دزيارت په ورځ دايران، روس، پاکستان، روس، بيلا روس اؤ نورو ملکونو ددفاع دوزيرانو دغونډې مشري کړې ده، دا غونډه په داسې وخت کښې شوې چې په مينځني ختيز کښې جنګ ودريدلے اؤ په يورپ کښې دنيټو ملکونه ددفاعي لګښتونو په سيوا کولو متفق شويدي.
دا اجلاس دلس کسيز شنګهائي تعاون تنظيم لاندې ترسره شوے دے چې بيجنګ ئې داوږدې مودې راهسې دمغرب زيرقيادت دطاقت دبلاکونو په مقابله کښې ديو متبادل پليټ فارم په توګه وړاندې کوي.
What's Your Reaction?






