دجهاد اعلان صرف رياست کولے شي، پاک فوج

Jun 23, 2025 - 12:25
 0  1
دجهاد اعلان صرف رياست کولے شي، پاک فوج

 دپاک فوج ترجمان ليفټننټ جنرل احمد شريف وئيلي دي چې بهارت په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ پشي شا ملاتړ کوي، پاکفوج دجديدې جنګي حکمت عملۍ سره دشمن ته جواب ورکوي، کۀ متحد پاتې شو نو يو طاقت هم مونږ ته شکست نۀ شي راکولے، دجهاد اعلان صرف رياست کولے شي، کوم فرد يا ډله دا اختيار نۀ لري.

 ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل  احمد شريف  په کراچۍ کښې  دمختلفو مذهبونواؤ سماجي حلقو سره تعلق لرونکو کسانو  ملاقات کړےاؤ ورسره ئې دخيالاتو تبادله کړې ده.

دائي ايس پي ار نه جاري شوي بيان ترمخه  په دې موقعه دپاک فوج ترجمان ووئيل چې  پاکستان کښې  دټولو مذهبونو منونکي برابر وګړي دي، ټولو مذهبونو ته په ائيني توګه مکمل حقونه ترلاسه دي ځکه چې قومي اتحاد په برابرۍ اؤ هم اهنګۍ سره قائميږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي