فرانس،دچاقو په وار استاذه قتل
دمشرقي فرانس يو سکول کښې دپينځلس کلن طالب علم لخوا دچاقو په وار سره ٣١ کلنه استاذه( ټيچنګ اسسټنټ) وژل شوې ده، پېښه هاغه وخت شوې کله چې زنانه دسکول په ګيټ دزده کوونکو بستې چيک کولې.
فرانسيسي صدر ايمانويل ميکرون دا پېښه د بې معنې تشدد چپه ګرځولې اؤ وئيلي ئې دي چې قوم په ماتم کښې دے اؤ حکومت دجرمونو مخنيوي لپاره متحرک دے.
دپوليسو ترمخه حمله کوونکے طالب علم په موقعه نيول شوے دے، دهغه خلاف دوړاندې نه کوم مجرمانه ريکارډ موجود نۀ ؤ. دپېښې وروسته دتعليم وزيره ايلزبتهـ بور متاثره سکول ته رسيدلې ده.
داستاذانو اتحاديې سيکرټري جنرل الزبتهـ الين مورينو وئيلي زنانه اسسټنټې صرف خپل فرض ادا کولو، دې پېښې ثابته کړې ده چې دامنيت باوجود مکمل تحفظ ممکن نۀ دے، مونږ ته به احتياطي تدابيرو ته پام ګرځول وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0