مينګوره کښې دلوډشيډنګ خلاف احتجاج
دسوات انتظامي مرکز مينګوره کښې دبجلۍ دلوډشيډنګ خلاف مقامي خلقو احتجاج کړے دے
دسيمې دخلقو وينا ده چې مينګوره اؤ خواؤشا سيمه کښې دشپاړسو نه دزياتو ګينټو راهسې بجلي بنده وه، دمظاهرينو وينا ده چې دلوډشيډنګ له امله محله ګل مشال، علي اباد، رنګ محله، ګنبد ميرهاؤ نورې علاقې متاثره شويدي.
مظاهره چيانو په نشاط چوک کښې احتجاجي مظآهره کړې، په دې دوران هغوي سړک هم احتجاجاً دهرقسمه ټريفک لپاره تړلے دے.
مظاهره چيانو د منتخبو نمائندګانو اؤ واپډا خلاف نعره بازي کړې ده، دوي غوښتنه کړې ده چې په سيمه کښې دې دبجلۍ بغير درکاوټ اؤ خنډ نه فراهمي يقيني کړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0