پاکستان کله هم په دباؤ کښې نۀ شي راوستل کيدے، فيلډ مارشل عاصم منير

May 30, 2025 - 23:17
 0  1
پاکستان کله هم په دباؤ کښې نۀ شي راوستل کيدے، فيلډ مارشل عاصم منير
Army Chief/ISPR

 چيف اف ار سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي پاکستان کله هم په دباؤ کښې نۀ شي راوستل کيدے، دجنوبي ايشيا تزويراتي استحکام لپاره دکشمير دمسئله پرامنه حل ته ضرورت دے.

 دائي ايس پي ار ترمخه فيلډ مارشل سيد عاصم منير کمانډ اينډ اسټاف کالج کوئټه دوره کړې ده اؤ دکالج زده کوونکو ، افسرانو او فيکلټي ته ئې وينا کړې ده.

 هغه  د اپريشن بنيان مرصوص شهيدانو ته  دعقيدت پيرزوئينې  اؤ دهغوي  دکورنۍ سره ئې دمکمل يو والي اظههار کړے، ارمي چيف وئيلي  په قيومي قيادت کښې  پاکستاني عوام دوطن ددفاع لپاره فولادي ديوال جوړ شوے دے.

 فيلډ مرشل سيد عاصم منير دوسله والو پوځونو دپيشه وارانه مهارت ستائينه کړې اؤ  دا خبره ئې تکرار کړې ده چې  دمعرکه حق کاميابي زمونږ دقومي عزم اؤ قومي طاقت دټولو عناصرو ترمينځ دمکمل هم اهنګۍ  ډاګيز ثبوت  دے.

ارمي چيف عالمي اؤ علاقائي ماحول باندې دتبصرې کولو په دوران  په راپورته کيدونکې تنازعه رڼا اچوې، هغه دپاکستان خلاف  دپارونکي فوجي جارحيت استعمال لپاره دهند سيوا کيدونکے رجحان خطرناک ګرځولے دے، دۀ ووئيل پاکستان کله هم په دباؤ کښې نۀ شي راوستل کيدے، ددهشت ګردۍ خلاف دپاکستان دکوششونو نه دتوجو ګرځولو عزائم به ناکامه کولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي