پينډۍ کښې دغيرقانوني افغان کډوالو خلاف دپوليسو اپريشن،٧٦ ګرفتار
په پينډۍ ډويژن کښې دغيرقانوني افغان کډوالو خلاف پوليسو اپريشن کړے دے چې پکښې ٧٦ غيرقانوني ميشته افغان کډوال ګرفتار کړے شويدي، دپوليسو ترمخه په سرچ اپريشنو کښې يو زر درې سوه پينځه اويا کورونه، څلور سوه دولس دوکانونه، اتۀ ويشت هوټلونه چيک کړے شويدياؤ ديو زر اووۀ سوه نهه کسانو دکوائفو معائنه شوې ده، دراولپيندۍ ډويژن پوليسو کلر سيدان، روات، ګوجر خان، چونتره، دهميال اؤ کهوټه کښې سرچ اپريشن کړے دے. دګڼو کباړ خانو، بسونو اؤ ټرک اسټينډونو اؤ کرايه دارو کوائف هم چيک کړے شويدي. دپوليسو ترمخه دکوائف کرايه دارۍ اندراج نۀ کوونکو کسانو خلاف يوويشت مقدمې درج کړے شويدي، دپينډۍ پوليسو ترمخه دسرچ اپريشنو مقصد دامن وامان قيام اؤ دجرمونو مخنيوے دے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0