پاک پوځ په ايل او سي دهند دپارونکو ډزو خله ماتے جواب ورکړے

May 5, 2025 - 10:56
May 5, 2025 - 10:58
 0  1
پاک پوځ په ايل او سي دهند دپارونکو ډزو خله ماتے جواب ورکړے

پاک فوج  په کنټرول لاين( ايل او سي)  دهند دپارونکو ډزو خله ماتے جواب ورکړے دے.

 دميډيا رپورټ ترمخه  تيره شپه  هند په کنټرول لاين په ګڼو مقاماتو په پاکستاني پوسټونو پارونکې ډزې کړيدي خو پاکستاني پوځ دهند له لوري دشوې پارونکې خلاف ورزۍ خله ماتے جواب ورکړے شوے دے.

 امنيتي سرچينو وئيلي دي چې  هند په کنټرول لائن  نکيال، کهوئي رټا، شاردا، کيل، نيلم او حاجي پير سيکټر ډزې کړيدي

 امنيتي سرچينو وئيلي  پاک پوځ  ددښمن  دڅه قسمه جارحيت دجواب ورکولو لپاره هر وخت تيار او پرعزم دے.

بلخوا دهندي ميډيا دعوه ده چې پاکستان په ايل او سي په ګڼو مقاماتو ډزې کړيدي او هندي پوځونو ورته فوري او مناسب جواب وئيلے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي