دبهارتي جارحيت په خلۀ ماتي جواب ورکولو پاکستان دنيا حيرانه کړه، نړيواله ميډيا

May 11, 2025 - 21:48
 0  3
دبهارتي جارحيت په خلۀ ماتي جواب ورکولو پاکستان  دنيا حيرانه کړه، نړيواله ميډيا
APP

پاک وهند جګړه کښې داوربند وروسته  په نړيواله کچه دپاکستان ستائينه روانه ده، دهندي جارحيت په جواب ورکولو سره  پاکستان نړۍ حيرانه کړې ده.

دډان نيوز ترمخه   د نړيوالې ميډيا اؤ عالمي ماهرينو لخوا دبهارت په کوټلي جواب ورکولو سره دپاکستان ستائينه  روانه ده.

 دبرطانوي نشرياتي ادارې( بي بي سي) ترمخه  دهند حکمت عملي ناکامه پاتې شوې اؤ پاکستان ته فوجي برتري ترلاسه شوې ده، هند په فيصله ايز ضرب لګولو کښې ناکامه پاتې شوے دے.

 په رپورټ کښې وئيل شويدي چې  دپاکستان فضائي طاقت دهند لپاره چيلنج دے، داربونو په خرچ کولو سره هم هند ته فائده ونه رسيده.

 برطانوي جريدې ټيلي ګراف  دپاکستان  دموثره دفاعي حکمت عملۍ ستائينه کړې اؤ په هندي طيارو ئې سختې پوښتنې راولاړې کړي دي.

 په رپورټ کښې وئيل شويدي چې  درافيل پشان دجديدو هندي طيارو تباهي دهند لپاره خندنے  شکست دے اؤ پاک فضائيه دفضا ګانو واکمنه ده.

 دټيلي ګراف ترمخه  پاکستاني طيارو دهوا نه هوا کښې  دوار کوونکي جديد ميزائيل استعمالولو سره پينځه بهارتي جنګي طيارې رانسکورې کړي، پاکستان درافيل پشان دګرانو بهارتي طيارو په رانسکورولو سره نۀ صرف  خپله فضائي برتري  ثابت کړې بلکې په نړيواله کچه ئې عسکري ماهرين هم حيران کړيدي.

دقطري نشرياتي ادارې الجزيره ترمخه په تاريخ کښې په وړومبي ځل رافيل طيارې تباه کړے شويدي.

 ددفاعي ماهرينو وينا ده چې پاکستان بهارتي فوجي کيمپونه اؤ هوائي اډو ته  دروند نقصان رسولےو دپاکستان دحملې نه پس بهارت دامريکې سره رابطه کړې اؤ امريکې ته ئې دسفارتي حل راويستلو وينا کړې ده.

 دماهرينو لخوا  وئيل شويدي چې دحقائقو نه ثابت شوې ده چې  پاکستان دهرې بهارتي مهم جويۍ  دکوټلي جواب ورکولو صلاحيت لري، پاکستان په سيمه کښې دامن قيام لپاره  خپله فضائي اؤ عسکري برتري برقراره ساتلې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي