سعودي کښې دبونير اووۀ عمره زائرين ټريفکي پېښه کښې مړۀ

Jul 26, 2025 - 23:07
 0  0
سعودي کښې  دبونير اووۀ عمره زائرين ټريفکي پېښه کښې مړۀ

 دخېبرپښتونخوا دبونير ضلعې نه دعمرې ادائيګۍ لپاره سعودي عرب ته تللي اووۀ زائرين په ټريفکي پېښه کښې  پحق رسيدلي دي.

 دميډيا رپورټ ترمخه دبونير نه دعمرې ادائيګۍ لپاره ديارلس کسيزه ډله سعودي عرب ته تللې وه چې ګاډے ئې عرفات نه مدينې ته دتللو په دوران دحادثې سره مخ شوے دے. پېښه کښې اووۀ زائرين په موقعه مړۀ اؤ شپږ ژوبل شويدي چې دسعودي عرب هسپتال ته رسول شويدي.

بونير کښې موجود عمر باچا نومې تن وئيلي  ژوبل شوي اؤ مړۀ  ديوې کورنۍ اؤ ځينې  ګاونډيان دي.

بل اړخ ته دخېبرپښتونخوا ګورنر  فيصل کريم کنډي داوو زائرينو په مړينه دافسوس اظهار کړے اؤ دژوبل شوو کسانو دصحتيابۍ لپاره ئې دعا کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي