داسرائيلو دحملې په جواب کښې دايران جوابي حملې شروع

داسرائيلو دلوئې اؤ تباه کوونکې حملې په جواب کښې ايران هم دانتقامي کارروايۍ په توګه په دويم ځل حملې شروع کړيدي.
دنړيوالې خبري ادارې ترمخه داسرائيلو دارالحکومت تل ابيب کښې دسائرن غږونه اوريدل کيږي. په اسرائيلو کښې ددفاع دوزارت هيډکوارټر سره نزدې اور او لوګي ليدل شويدي، کم از کم پينځه مقاماتو باندې هنګامي صورتحال دے
دسائرن غږيدو سره سم اولسي وګړي دفضائي حملو نه بچ کيدو لپاره دزمکې لاندې بنکرو لوري ته تښتيدلي دي، داولسي وګړو چغې اوريدل شويدي.
ايراني ميډيا وئيلي دڅو ګينټو خاموشۍ نه پس اسرائيلو ته دوباره سخت جواب ورکولے شي.
بل اړخ ته داسرائيلو دعوه ده چې دوي دايران لخوا داغل شوي ډرونز اؤ ميزائيلونه دوباره فضاء کښې ناکامه کړيدي.
What's Your Reaction?






