د هند او پاکستان جګړه؛ د افغانستان پر سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت اغېزې

د جنوبي آسيا جيوپولټيک وضعيت د هند او پاکستان ترمنځ د تلپاتې شخړو رقابتونو او جنجالونو له امله تل له بېثباتۍ سره مخامخ پاتې شوي. دغه دوه اتومي ځواکمن هېوادونه، چې له ۱۹۴۷م کال راهيسې يو له بله سره په سياسي، جغرافيايي او مذهبي اختلافاتو کې ښکېل دي، نه يوازې د خپلې خاورې امنيت ته ګواښ پېښوي، بلکې د ټولې سيمې د سولې او ثبات لپاره هم خطر بلل کېږي. د افغانستان په څېر ګاونډي هېواد، چې له دواړو سره تاريخي، ستراتيژيکي او کلتوري اړيکې لري، تل د دوي د شخړو تر سيوري لاندې ژوند کوي. دا ليکنه ( مقاله) به د هند او پاکستان ترمنځ د تاريخي او اوسني شخړو عمومي انځور وړاندې کړي او وبه ښيي چې افغانستان څنګه له دغو جګړو اغېزمن شوي دي.
د هند او پاکستان د شخړو تاريخي شاليد
د هند او پاکستان ترمنځ شخړه د ۱۹۴۷م کال له وېش سره پيل شوه، کله چې برصغير د هند او پاکستان په نوم دوه هېوادونه جوړ شول. د وېش پر مهال د کشمير مسئله راپورته شوه، ځکه چې د کشمير مهاراجه له هند سره يوځاي شو، خو د سيمې زياتره خلک مسلمانان وو او له پاکستان سره يوځاي کېدل يې غوښتل. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې شخړې پيل و.
د کشمير پر سر د هند او پاکستان ترمنځ درې لويې جګړې شوې دي: په ۱۹۴۷، ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کې. د ۱۹۷۱ جګړه که څه هم د کشمير پر سر نه وه، خو د بنګله دېش د ازادۍ سبب شوه. په ۱۹۹۹ کې د کارګل جګړه د تر ټولو نږدې بشپړې جګړې بڼه غوره کړه. دغه جګړې د زرګونو خلکو ژوند واخيست او سيمه يې بېثباته کړه.
په ۲۰۱۹م کال کې د هند لخوا د جمو او کشمير ځانګړي حيثيت لغوه کول، يو ستر بدلون و. دا کار د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شو، ځکه اسلاماباد دا يو غيرقانوني ګام وباله.
د اوسني کړکېچ تازه انځور؛ پاهلګام پېښه
په ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۲مه، د هند تر ولکې لاندې کشمير په پاهلګام سيمه کې يو ترهګريز بريد وشو چې پکې ۲۶ سيلانيان ووژل شول. د "کشمير ريزسټنس" ډلې د دې بريد مسؤليت ومانه، خو هند يې پړه پر پاکستان واچوله، چې پاکستان دا تورونه رد کړل.
د دې پېښې وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالي زيات شو. هند د اندس د اوبو تړون وځنډاوه او د اټاري-واګا پوله يې وتړله. پاکستان هم د شملې تړون وځنډاوه، خپل هوايي حريم يې د هندي الوتکو پر مخ وتاړه، او هندي ډيپلوماتان يې وشړل.
د اپرېل له ۲۴مې تر ۲۹مې پورې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول کرښې (LoC) په اوږدو کې درنې نښتې وشوې، چې له امله يې ملکي خلک بېځايه شول.
په مي مياشت کې، هند د "سِندور عمليات" تر نوم لاندې د پاکستان او پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې پر نهو هدفونو بريدونه وکړل. په ځواب کې، پاکستان د "بنيان المرصوص عمليات" پيل کړ، چې پکې يې د هند پر نظامي تاسيساتو د توغنديو او ډرون بريدونه وکړل.
په پاي کې، د مي په ۱۰مه، دواړو هېوادونو د متحده ايالاتو په منځګړيتوب اوربند اعلان کړ، خو د کنټرول کرښې په اوږدو کې لا هم وخت ناوخت نښتې کېږي.
د افغانستان اغېزمن کېدل
۱. سياسي اغېزې
افغانستان، چې لا هم له سياسي بېثباتۍ، داخلي اختلافاتو او نړيوالو فشارونو سره مخ دي، د هند او پاکستان د رقابت تر فشار لاندې قرار لري. هند د افغانستان له دموکراتيکو حکومتونو سره ښو اړيکو ته لومړيتوب ورکړي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغان طالبانو سره نږدې اړيکې لري. دا توازن د افغانستان لپاره د سياسي ستونزو لامل شوي، ځکه چې د هر نوي حکومت لپاره دا ستونزمنه ده چې له دواړو هېوادونو سره يو شان اړيکې وساتي.
له ۲۰۲۱م کال وروسته، چې طالبان بيا پر افغانستان واکمن شول، د پاکستان سره د اړيکو يوه نوې بڼه رامنځته شوه. که څه هم طالبان هڅه کوي له هند سره هم اړيکې وساتي، خو د پاکستاني چارواکو ادعاوې او وروستي بريدونه دا ښيي چې د دواړو ترمنځ بېباوري زياته شوې ده، او دا حالت ممکن د هند لپاره فرصت وي چې د طالبانو حکومت ته ځان نږدې کړي.
۲. اقتصادي اغېزې
افغانستان له سمندري بندرونو پرته هېواد دي، او اکثره تجارتي لارې يې يا د پاکستان له لارې تېرېږي يا د ايران او منځنۍ آسيا له لارې. کله چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې تاوده شي، پاکستان د افغانستان پر سوداګرۍ بنديزونه لګوي، يا لارې بندوي. همداراز، د هند له خوا افغانستان ته د چابهار بندر له لارې مرسته او سوداګري هم د دې سيمې پر امنيت متاثره کېږي.
د اوسني کړکېچ له امله، د افغانستان سوداګرو ته د پاکستان له لارې هند ته د صادراتو چانسونه محدود شوي دي، او دا د افغان کروندګرو، توليدوونکو او صادرونکو لپاره زيانونه راوړي.
۳. امنيتي اغېزې
په افغانستان کې له کلونو راهيسې نيابتي جګړې روانې دي، چې د هند او پاکستان د استخباراتي ادارو رول پکې له پامه نه شي غورځېدلي. کله چې د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شي، په افغانستان کې هم امنيتي ګواښونه زياتېږي. هر لوري هڅه کوي چې د خپل سيال نفوذ کمزوري کړي، او دا استخباراتي جګړه اکثر د بېګناه افغانانو ژوند اخلي.
د پاکستان په وينا، افغانستان کې د هند حضور تل د دوي لپاره ګواښ بلل شوي، او بلخوا هند ادعا کوي چې پاکستان د افغانستان خاوره د وسلوالو ډلو لپاره پناهځاي ګرځولې ده. دا دوه اړخيز تورونه د افغان خاوري د يوه باثباته او غير جانبداره رول مخه نيسي.
پايله
د هند او پاکستان ترمنځ شخړې، که تاريخي وي يا اوسني، د افغانستان لپاره تل له زيان سره مل وي. افغانستان د خپلو جغرافيايي محدوديتونو، اقتصادي اړتياوو او سياسي وضعيت له مخې اړ دي چې په سيمه کې متوازن او هوښيار سياست غوره کړي. د سيمې امنيت، سوله، او اقتصادي پرمختګ يوازې هغه مهال شوني دي چې هند او پاکستان د تفاهم، خبرې اترې او همکاريو لاره غوره کړي. تر هغه وخته پورې، افغانستان بايد هڅه وکړي چې د شخړو پر ځاي د همکارۍ فضا ته وده ورکړي، بېطرفي وساتي، او د نيابتي جګړو له ډګر کېدو ځان وژغوري.
زه فيصل بشير بغلاني، د سياست او نړيوالو اړيکو، د ۸ سمستر محصل په لاهور پوهنتون کې يم.
Email: faisalbashirbaghlani1@gmail.com
What's Your Reaction?






