جنوبي وزيرستان کښې دامن بحالۍ لپاره دتاجرانو احتجاج

Jul 25, 2025 - 16:43
 0  2
جنوبي وزيرستان کښې دامن بحالۍ لپاره دتاجرانو احتجاج

دکوز جنوبي وزيرستان وانا بازار کښې تاجر ورورولۍ دامن وامان بحالۍ لپاره شټرډاؤن هړتال کړے دے اؤ دوکانونه ئې بند کړيدي. دهړتال په دوران تاجرانو اؤ مقامي خلقو دسيوا کيدونکې بدامنۍ، تاوان لپاره اغوا ، ټارګټ کلنګ اؤ بهته خورۍ  په پېښو دسختې اندېښنې اظهار کړے دے.

 مظاهرينو دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې په علاقه کښې دې فوري امن وامان بحال کړے شي اؤ دانګور اډې بارډر ګيټ دې دتجارتي سرګرميو لپاره پرانستل شي کوم چې دتيرو درويشتو مياشتو راهسې بند ندے.

 مظاهرې ته په وينا کښې مقررينو ووئيل چې په وزيرستان کښې دبدامنۍ پېښې مسلسل سيوا کيږي چې په وجه ئې کاروباري طبقه متاثره کيږي  اؤ په خلقو کښې ورسره  بې قراري سيوا کيږي،  يو اړخ ته کاروبارونه بند دي اؤ بل اړخ ته  خلق دعدم تحفظ ښکار دي، حکومت، سول انتظاميه اؤ پوليس  دې خپلې ائيني اؤ قانوني ذمه وارۍ پوره کړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي