کرک، په کورنۍ شخړه ديوې کورنۍ درې کسان قتل

Jul 13, 2025 - 19:03
 0  1
کرک، په کورنۍ شخړه ديوې کورنۍ درې کسان قتل

 دکرک علاقې سورډاګ کښې په کورنۍ شخړه ديوې کورنۍ درې کسان وژل شويدي، پېښه کښې دوه کسان ژوبل شوي هم دي.

 دپوليس ذريعو وينا ده چې دلتمبر تاڼې حدودو سورډاګ کښې په کورنۍ شخړه ورور ډزې کړي او خپل ورور، ورندار او وريره ئې قتل کړيدي، پېښه کښې دوه ماشومان ژوبل شوي دي چې دريسکيو ايمبولينس دلارې  ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال کرک ته منتقل کړے شويدي.

دپوليسو وينا ده دپېښې تفتيش روان دے، ډزې کوونکے تښتيدلے چې دنيولو لپاره کوششونه روان دي، پوليسو دپېښې له ځايه شواهد راټول کړيدي. مړو شوو کښې نبي الله، امبرين او حليه بي بي شامل دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي