عمران خان فيصله سازانو سره مذاکراتو لپاره تيار دے، علي امين ګنډاپور
دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور وئيل دي چې عمران خان دپاکستان لپاره فيصله سازانو سره مذاکراتو لپاره تيار دے، مولانا فضل الرحمان منافق سړے دے، هغه هم په داخلي توګه اسټيبلشمنټ سره يو دے.
په لاهور کښې پريس کانفرنس ته په وينا کښې علي امين ګنډاپور ووئيل چې پينځم اګست پورې خپل تحريک عروج ته بوتلل دي، دپينځم اګست نه پس به دائنده لائحه عمل اعلان کيږي، په قوم کښې شعور راغلے دے،
دۀ ووئيل چې زمونږ په خلقو دنهمې مئ نه پس بدترين تشدد شوے دے، زمونږ خلاف اوس دوباره دظلم مهم چلول کيږي، دپي ټي ائي باني عمران خان خلاف کيسونه چلول کيدو ته نۀ پريښودل کيږي،
علي امين ګنډاپور ووئيل چې داحتجاج ائيني حق هم تروړل کيږي، خلق داحتجاج لپاره بهر راوباسو، رياستي ادارو خپل ائيني کار پريښے اؤ په غيرائيني کارونو کښې مصروف دي، دهشت ګردي اؤ سرحدونه ئې پريښي اؤ په مونږ پسې لګيدلي دي.
وزيراعلي ووئيل چې په ملک کښې دمافيا سټرکچر جوړ دے، ادارې وائي چې مونږ سياست نۀ کوو خو هم هاغه کار کوي، زۀ دفوجي زوې يم خو نن خلق دادارو خلاف شوي دي. دۀ ووئيل چې دپي ټي ائي باني عمران خان مسلسل دمذاکراتو خبره کوي، عوام غير جمهوري رويې مسترد کوي.
دۀ ووئيل چې دپي ټي ائي باني وئيلي چې دهاغه چا سره به خبره کيږي، دچا سره چې دخبرې مينډيټ دے، دپي ټي ائٍي باني صرف داختيار واله ؤ سره دخبرې کولو وينا کړې ده، دفيصله سازانو سره به خبره کيږي.
علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې اسټيبلشمنټ جعلي اليکشن اؤ دحکومت رانسکورولو کښې کردارادا کړےدے، مولانا فضل الرحمان پخپله وئيلي چې هغوي دجنرل باجوه په وينا زمونږ حکومت رانسکور کړےدے،
وزيراعلي ووئيل چې نوي ورځې مونږ خپل ځان ته ورکړيدي، دنوي لائحه عمل لاندې به تحريک پينځم اګست پورې عروج ته بوځو، په نوي ورځو کښې به فيصله وکړو چې مونږ ته په دې ملک کښې سياست کول دي که نه. دۀ ووئيل په مذاکراتو کښې ډيډلاک چرته هم نۀ دے راغلے، وخت ضائع کولے اؤ خپل مفادات ترلاسه کولے شي، مونږ کله هم په پټه ملاقات نۀ دے کړے.
دۀ ووئيل چې کۀ په لاهور کښې مونږ دجلسې کولو اجازت غواړو نو داړي ګړي نۀ کيدو ضمانت به هم ورکوو، مونږ داحتجاج اعلان هم نۀ وي کړے چې زمونږ خلاف کريک ډاؤن شروع کيږي، دۀ ووئيل خدائے دې نۀ کړي چې زۀ داصف زرداري پشان جوړ شم، په ما دغدارۍ پشمول ٥٦ ايف ائي ارز درج دي، په نوي ورځو کښې مذاکرات وکړئ اؤ مسائيل ختم کړئ.
دۀ ووئيل منم چې په پارټۍ کښې اختلافات دي خو چې پارټي لويه وي نو اختلاف وي، پرون مې هم وئيلي وو او نن هم وايم چې مونږ ته خپل مينځي اختلافات هيرول اؤ ديوې نظريې لاندې مخ په وړاندې تګ کول دي.
علي امين ګنډاپور ووئيل زمونږ دصوبې په اکاونټونو کښې ١٩٠ اربه روپۍ موجودې دي، په خېبرپښتونخوا کښې مونږ ګټه کړې اؤ ښودلې مو ده، دپاکستان مسئلې حل کوونکے صرف دپي ټي ائي باني دے، دنيا کله هم دغلا کړي مينډيټ والا حکومت نۀ دے منلے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0