غزه کښې د٦٠و ورځو جنګ بندۍ په دوران به په مستقل امن خبره کيږي،نيتن ياهو
داسرائيلووزيراعظم بينجمن نيتن ياهو وئيلي دي په غزه کښې به دمجوه ٦٠و ورځو دجنګ بندۍ په دوران دمستقل جنګ بندۍ په امکاناتو مذاکرات کيږي
خو ددې ترڅنګ ئې خبردارے ورکړے دے چې کۀ چرې داسرائيلو شرطونه پوره نۀ شول نو په دې به په فوجي طاقت سره عمل درامد کولے شي.
هغه پخپل يو بيان کښې وئيلي دي کۀ چرې په ٦٠و ورځو کښې حماس وسله ونۀ غورزوله، دغزه دحکمرانۍ نه ئې لاس وانخستو اؤ خپل عسکري صلاحيتونه ئې ختمنۀ کړل نو مونږ به پخپل په دې شرائطو عمل کوو، کۀ په طاقت سره ولې نۀ وي.
دجنګ بندۍ لپاره داسرائيلو اؤ حماسترمينځ باالواسطه مذاکرات دتير اتوار دورځې راهسې روان دي چې پکښې امريکا، قطر اؤ مصر دمينځګړو کردار ادا کوي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0