غزه کښې داسرائيلو حملې،نور ٣٠ فلسطينيان شهيدان
په غزه کښې روانو اسرائيلي حملو کښې نور ٣٠ فلسطينيان شهيدان شويدي. دغيرملکي ميډيا ترمخه تيره ورځ داسرائيلو په فضائي حملو کښې ډائريکټر انډونيشين هسپتال مروان السلطان، دهغه ميرمنې اؤ دماشومانو پشمول ١١١ فلسطينيان شهيدان شويدي.
دغزه دچارواکو ترمخه ديوې مياشتې په دوران داسرائيلو په ډزو په غزه کښې دامدادي مرکزونو سره نزدې ٦٠٠ فلسطينيان شهيدان اؤ ٤٢٠٠ نور ژوبل شويدي.
د٧م اکتوبر ٢٠٢٣م راهسې روان جارحيت کښې په غزه کښې په مجموعي توګه دشهيد شوو فلسطينيانو شمير ٥٧ زره نه اوښتے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0