خېبرپښتونخوا، دلوئې اختر دريوو ورځو مختلفې حادثې،55 کسان مړۀ،50 ژوبل

Jun 10, 2025 - 02:58
 0  6
خېبرپښتونخوا، دلوئې اختر دريوو ورځو مختلفې حادثې،55 کسان مړۀ،50 ژوبل
Rescue1122

پېښور( وحدت خبر)  په خېبرپښتونخوا کښې  دلوئې اختر ددريوو ورځو په دوران په مختلفو حادثو کښې په مجموعي توګه ٥٥ کسان مړۀ شوي اؤ دډزو په پېښو کښې ٥٠ کسان ژوبل شوي هم دي.

 ايکسپريس نيوز ته  ډائريکټر جنرل ريسکيو١١٢٢ خېبرپښتونخوا شاه فهد وئيلي دي چې دوئې اختر ددريوو ورځو رخستيو په دوران دمختلف نوعيت ١٩٩٩  حادثو کښې سهولتونه اؤ ١٨٩٧ کسانو ته طبي امداد فراهم کړے شوے دے.

 دۀ ووئيل چې په ټوله صوبه کښې ١٤٠٠ ميډيکل ايمرجنسيز کښې مريضانو ته ابتدائي طبي امداد فراهم کړے شوے اؤ هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

 دۀ ووئيل چې په لوئې اختر کښې ٣٤٩ ټريفکي حادثې شويدي چې پکښې ترټولو زياتې ٤٣ په پېښور کښې شويدي اؤ ددې نه علاوه دمختلف نوعيت ١١٢ داور لګيدو پېښې  هم رپورټ شويدي

شاه فهد ووئيل چې سيندونو اؤ ډيمونو کښې  دډوبيدو شپږ پېښې شويدي، دمختلف ريکوريز٨٢ اؤ جرمونو ٥٠و پېښو کښې سهولتونه ورکړے شويدي.

 دريسکيو١١٢٢ ترجمان ئبلال احمد فيضي ترمخه  دلوئې اختر درخصتيو په دريوو ورځو کښې مختلفو پېښو کښې ٥٥ کسان پحق رسيدلي دي چې پکښې په پېښور کښې ١٣، په مردان کښې ١٤، په ډي ائي خان ، ايبټ ابادو بنو، بونير اؤ بټګرام کښې دوه، دوه، نوښار، باجوړ اؤ په کرمه کښې درې، درې، په هري پور کښې څلور، جنوبي وزيرستان، کوهاټ اؤ خېبر کښې يو يو تن مړ شوے دے.

دډي جي ريسکيو١١٢٢ ترمخه په پېښور کښې په مجموعي توګه ٤١٨ حادثې، ٤٣ دروډ حادثې،  داور لګيدو ٢٠، دګولۍ لګيدو ٨ اؤ  اؤ نورو پېښو کښې ١١ کسان اؤ ٤٣١ مريضان هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

 

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي