دخېبرپښتونخوا حکومت الائي تحصيل ته دضلعې ددرجې ورکولو فيصله

دخېبرپښتونخوا حکومت الائي تحصيل ته دضلعې ددرجې ورکولو فيصله کړې ده.
دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور په مشرۍ دهزاره ډويژن دعوامي نمائندګانو اهم اجلاس ترسره شوے دے چې پکښې دهزاره ډويژن دراتلونکي ترقياتي پروګرام د تيارۍ په حواله مشاورت شوے دے اؤ په ډويژن کښې دجاري ترقياتي منصوبو دپيشرفت هم جائزه اخستل شوې ده
دصوبائي اسمبلۍ سپيکر اؤ دهزاره ډويژن دقامي اؤ صوبائي اسمبلۍ ممبرانو نه علاوه دډويژنل انتظاميې اعلي چارواک هم په دې اجلاس کښې شرکت کړے دے،
وزيراعلي په دې موقعه تحصيل الائي ته دضلعې درجې ورکولو فيصله کړې ده، علي امين ګنډاپور ووئيل چې دپي ټي ائي چئيرمين عمران خان تحصيل الائي ته دضلعې ددرجې ورکولو اعلان کړے ؤ چې عملي جامه ورته اغوستل ضروري وو.
وزيراعلي ووئيل چې دضلعې درجې ورکولو سره به دالائي پسماندګۍ اؤ دخلقو مسائيلو ختمولو کښې مرسته ترلاسه شي.
وزيراعلي ووئيل چې هغه دپي ټي ائي دباني چئيرمين دويژن مطابق دپسمانده علاقو دترقۍ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات کوي. دۀ متعلقه چارواکو ته هدايت کړے دےچې په بجټ کښې دې د الائي دضلعې جوړولو لپاره کار فنډز مختص کړے شي.
What's Your Reaction?






