مانسهره کښې دجائيداد په تنازعه ډزې، څلور قتل
د خيبرپښتونخوا د مانسهرې ضلعې په متيال کلي کښې د زمکې پۀ شخړه ډزې شوې، څلور کسان وژل شوي ي، د مانسهرې د صدر تاڼې په حدودو کښې د متيال کلي کښې د زمکې پۀ شخړه د ډزو له امله څلور تنه وژل شوي دي. د پېښې سمدستي وروسته پوليس د درنې نفري سره د پېښې ځائے ته ورسېدل، حالات ئې قابو کړل او يو تن بريد کوونکے ئې ژوندے نيولے دے. پوليسو د وژل شوو کسانو مړي د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته انتقال کړي. وژل شوو کښې چن زيب زوي عبدالرحمن، عبدالله زوي سلمان، رفاقت، حق نواز زامن د محمد انور شامل دي، په دې پېښه کښې دوه کسان ژوبل شوي دي، چې پکښې سليمان ولد خدا بخش اؤ ثناء الله ولد محمد يونس شامل دي. دوي دواړه د ايبټ آباد ايوب ميډيکل کمپليکس ته انتقال شوي دي سرچينې وائي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې عبد الحميد ولد يونس د خپل وراره سره د متيال کلي خپل نزدې خپلوانو ته د فاتحې لپاره ورغے، هلته ئې نور خپلوان هم موجود وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0