پاکستان کښې دائين اؤ قانون نوم هم نۀ دے پاتې شوے،علي امين ګنډاپور

Aug 10, 2025 - 17:08
 0  0
پاکستان کښې دائين اؤ قانون نوم هم نۀ دے پاتې شوے،علي امين ګنډاپور

  د خيبر پښتونخوا وزير اعليٰ علي امين ګنډاپور ويلي دي چې:په پاکستان کښې نور د ايين او قانون نوم هم نه دے پاتې شوے، د اولس استازي بې دليله نا اهله کېږي او د هغوي حقونه ترې اخيستل کېږي. د انتخاباتو پۀ   وخت  زمونږ مينډيټ (واک) په ټول هېواد کښې غلا شوےدے.

په يو بيان کښې علي امين ګنډاپور وويل، مونږ باندې د فارم ۴۷ جعلي حکومت تپل شوے دے. د پخوانيو حکومتونو کرپشن زمونږ پۀ ضد د وسلې په توګه کارول کېږي. د کوهستان سکينډل د صوبې نه بلکې د وفاق مسئله ده، خو تور پۀ مونږ لګول کېږي. زمونږ صوبې په تېرو ۱۷ مياشتو کښې تر ۲۵۰ اربه روپيو زياتې امدنۍ ترلاسه کولو سره تاريخ رقم کړے دے.

  دۀ  زياته کړه چې مونږ خيبر پښتونخوا د ترقۍ پر لور روانه کړې ده. مونږ ته هغه صوبه وسپارل شوه چې پورونو کې ډوبه وه او د تنخاګانو ورکولو وس هم نه و. مونږ دغه صوبه له مالي تباهۍ څخه راويسته او د کاميابۍ پۀ لار مو روانه کړه. د قرضونو د ورکړې لپاره مو د ۱۹۰ اربه روپيو انډومنټ فنډ جوړ کړو، چې هدف ئې ۳۰۰ اربه دے.

وزير اعليٰ وويل چې خيبر پښتونخوا اوس د شفافيت، خدمت او ترقۍ يوه نمونه ګرځېدلې ده. د ترهګرۍ ختمول او د اولس باور بېرته راژوندي کول زمونږ تر ټولو لوي اوليت دے. د جرګو دائيره به لا پراخه کړو، او د اولس رايه به فيصله کونکې وي. د پوليسو او پوځ شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي.

علي امين ګنډاپور ووئيل چې د ولس د رائے او د جرګو د مشورې له لارې به يوه پياوړې تګلاره جوړه کړو. له رجيم چينج وروسته، تحريک انصاف د جګړې په حالت کښې دے. د رياست ضد قوتونه فعاله دي، خو مونږ کلک  مزاحمت کوو. انتقامي اقدامات اوج ته رسېدلي، خو مونږ به پشا نه شو. دا د پاکستان او ازادۍ جګړه ده، او مونږ به تر اخره پورې وجنګېږو.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي