پيرو کښې بس ژورې کندې ته پريوتے،١٥ مړۀ

Jul 26, 2025 - 23:17
 0  1
پيرو کښې بس ژورې کندې ته پريوتے،١٥ مړۀ

 دلاطيني امريکې ملک پيرو کښې دمسافرو بس  په غرايزو سړکونو دډرائيور نه بې قابو شوے اؤ څو فټه لاندې ژورې کندې ته پريوتے دے چې له امله ئې ١٥ تنه پحق رسيدلي او ٣٠ نور ژوبل شويدي

دنړيوالې خبري ادارې ترمخه دا پېښه دپيرو دارالحکومت ليما نه لرې يوه سخته علاقه کشې شوې ده، دسختو لارو په وجه ريسکيو ټيمونو ته په امدادي کارونو کښې مشکلات پېښ شويدي چې په دې وجه دمړو شمير کښې اضافه شوې ده.

دبس حادثه کښې ٣٠ کسان ژوبل شوي دي چې پکښې د١٢  حالت نازک دے، په دې وجه دمړو شمير کښې داضافې اندېښنه ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي