بنو کښې شرخوښو پل والوولو، دوه ترهه ګر هلاک

Jul 25, 2025 - 15:45
 0  0
بنو کښې شرخوښو پل والوولو، دوه ترهه ګر هلاک

دبنو ضلعې خواؤشا علاقې هويد، منداتي، نيکه کښې شرخوښو  جاني خيل او منداتي نيکه پخپل مينځ کښې پيوست کوونکے اهم پل په بارودي موادو سره الوزولے دے چې له امله ئې  دګڼو کليو ترمينځ تګ راتګ په جزوي توګه معطل شوے دے اؤ خلقو ته ستونزې پېښې دي.

 خلق دتګ راتګ لپاره  دمتبادلو لارو سهارا اخلي. دپل تباه کيدو نه لږ ساعت وروسته  هم په دې علاقه کښې دعسکريت خوښو دموجودګۍ په اطلاع سيکورټي فورسز دکواډ کاپټر دلارې  هدفي کارروائي کړې ده چې پکښې دوه مبېنه عسکريت خوښي وژل شويدي

 دسيکورټي ذريعو وينا ده چې  په علاقه کښې  دعسکريت خوښو دموجودګۍ اندېښنه ده چې په نظر کښې نيولو سره ئې  په علاقه کښې سرچ اپريشن روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي