ناوګۍ،دمولانا خانزيب دجنازې لمونځ ادا کړے شو

Jul 11, 2025 - 22:18
Jul 11, 2025 - 22:23
 0  2
ناوګۍ،دمولانا خانزيب  دجنازې لمونځ ادا کړے شو

 پېښور( وحدت خبر) داے اين پي  درهنما اؤ  باجوړ دقومي  رهنما   شهيد مولانا خانزيب دجنازې لمونځ دهغه په پلرنۍ علاقه ناوګۍ کښې ادا کړے شوے دے.  

دشهيد مولانا خانزيب دجنازې په لمونځ کښې په سلګونو خلقو ګډون کړے دے. دجنازې په لمونځ کښې داے اين پي مرکزي اؤ صوبائي مشرانو، سياسي اؤ مذهبي شخصياتو، دهغه رشته دارو اؤ دعلاقې مشرانو اؤ ځوانانو په ګڼ شمير کښې ګډون کړے دے، وروسته هغه پخپل ابائي قبرستان کښې خاورو ته سپارل شوے دے.

مولانا خانزيب تيره ورځ نامعلومو وسله والو دخپل يو ملګري سره دشنډۍ موړ په مقام شهيد کړے ؤ، عوامي نيشنل پارټۍ دهغه په مرګ ددريوو ورځو دماتم اعلان کړے ؤ.

دمولانا خانزيب دقتل مقدمه دباجوړ سي ټي ډي تاڼه کښې درج

دعوامي نيشنل پارټۍ درهنما اؤ قامي مشر مولانا خانزيب  دقتل مقدمه  دباجوړ په سي ټي ډي تاڼه کښې درج کړے شوې ده، په ايف ائي ار  کښې ددهشت ګردۍ، قتل، اقدام قتل پشمول نورې سنګينې دفعې شامل کړے  شويدي

 په ايف ائي ار کښې  وئيلے شويدي چې  مولانا خانزيب دسپين رنګ په يو ګاډي کښې سور ؤ اؤ کور ته روان ؤ چې په لاره کښې  دهغه په انتظار کښې  ناستو ترهه ګرو دمولانا خانزيب په ګاډي ډزې وکړې،

درپورټ ترمخه مولانا خانزيب څو ډزه لګيدلے دے چې له امله ئې هغه په موقعه شهيد شوے دے، په ګاډي کښې ناست دهغه نور ملګري هم دډزو په زد کښې راغلي دي اؤ ژوبل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي