افغانستان هميشه ددهشت ګردۍ حمايت کړے دے،ددفاع وزير
اسلام اباد( وحدت خبر) ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې افغانستان هميشه ددهشت ګردۍ حمايت کړے دے،ددفاع وزير وئيلي دي چې دافغان حکومت سره مو دخبرو اترو دلارې دمعاملې دحل کولو ښۀ کوشش کړے دے، دۀ وئيلي دي چې په افغان حکومت نور اعتبار کول سم نۀ دي، شخصي ټي وي سره دخواجه اصف خبرو کښې دۀ ووئيل چې په کابل حکومت اعتبار کول لويه خطره ده، کوم طرز عمل چې ددې خلقو دے، هغه نۀ خو نن دمنلو وړ دے اؤ نۀ هم سبا. دۀ ووئيل چې پاکستان کښې کالعدم ټي ټي پي دافغانستان فرنچائز دے، کۀ ددوي پشا افغانستان نۀ وے نو دوي به وړاندې ختم کړے شوے وے. دۀ ووئيل دپيټروليم قيمتونه په ټوله دنيا اثرانداز کيږي، ايران زمونږ ورور ملک دے، نور اسلامي ملکونه هم زمونږ وروڼه دي، دعا ده چې دا عارضي مرحله وي اؤ دجنګ کوم حل راوځي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0