بلوچستان کښې په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله، دوه کوسټ ګارډز شهيدان

Mar 17, 2026 - 01:19
 0  1
بلوچستان کښې په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله، دوه کوسټ ګارډز شهيدان

 کوئټه( وحدت خبر)  دجيوني علاقې پانوان کښې  دکوسټ ګارډ په چيک پوسټ ډزې شويدي، د ډي پي او ترمخه دډزو په نتيجه کښې دوه کوسټ ګارډ اهلکار شهيدان شوي اؤ يو ژوبل شوے دے. دګوادر دډسټرکټ پوليس افسر عطاء الرحمان ترين وينا ده چې  نائيک سليم اؤ سپاهي عدنان په دې حمله کښې شهيدان شويدي اؤ سپاهي عظيم سخت ژوبل شوے دے. دحملې نه پس علاقې ته پوليس اؤ دقانون نافذونکو ادارو اهلکار رسيدلي، علاقه ئې محاصره کړې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے. دحمله کوونکو نيولو لپاره سرچ اپريشن روان دے. ژوبل  شوے اهلکار  هسپتال ته منتقل کړے شوے دے. په علاقه کښې سخت حفاظتي اقدامات شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي