دترهه ګرۍ داوسنيو پېښو وروسته پاکستان افغانستان کښې کارروائي کولے شي، خواجه اصف

Nov 12, 2025 - 10:04
 0  3
دترهه ګرۍ داوسنيو پېښو وروسته پاکستان افغانستان کښې کارروائي کولے شي، خواجه اصف

 اسلام اباد( وحدت خبر) ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دترهه ګرۍ داوسنيو پېښو وروسته پاکستان افغانستان کښې کارروائي کولے شي، خواجه اصف ديو شخصي ټي وي په پروګرام کښې دخبرو په دوران  دافغانستان لخوا دمداخلت په حواله دسختو تحفظاتو اظهار کړے دے. ددفا وزير  واضحه کړې ده چې پاکستان به دترهه ګرۍ سيوا کيدونکې پېښې نۀ نظرانداز کوي اؤ کۀ چرې په افغانستان کښې دترهه ګرو  دپناه ځايونو معامله نوره هم خرابه شوه نو پاکستان به کوټلې جوابي کارروائي کوي. دافغان طالبانو لخوا دترهه ګرو په پناه ځايونو دمبېنه خاموشۍ په اړه  خواجه اصف ووئيل چې  دافغان طالبانو غندنه اؤ يا دافسوس اظهار صرف لفظونو پورې  محدود دے، دا دريښتينوالي ثبوت نۀ دے. ددفاع وزير ووئيل چې  دترهه ګرۍ په اوسنيو پېښو کښې زياتره افغان ترهه ګر ککړ دي اؤ په پاکستان کښې دترهه ګرو هيڅ پناه ځائے نشته.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي