ډي جي ائي ايس پي ار عمران خان ذهني مريض وګرځولو، دعمران خان بچو ته فوج کښې دبهرتي کيدو او خوارجو سره دجنګيدو بلنه

Dec 5, 2025 - 23:29
Dec 5, 2025 - 23:29
 0  4
ډي جي ائي ايس پي ار عمران خان ذهني مريض وګرځولو، دعمران خان بچو ته فوج کښې دبهرتي کيدو او خوارجو سره دجنګيدو بلنه

ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري دپخواني وزيراعظم عمران خان زامنو ته په فوج کښې دبهرتي کيدو اؤ خوارجو سره دجنګيدو بلنه ورکړې ده.

په اسلام اباد کښې پريس کانفرنس ته دوينا په وخت دپاک فوج ترجمان  په عمران خان سخت تنقيد وکړو، هغه ئې ذهني مريض وګرځولو اؤ وې وئيل چې زمونږ  افسران اؤ ځوانان ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې شهيدان کيږي، تۀ په فوج تنقيد کوې، لږ دترهه ګرو مخې ته خو راشه.

 دۀ ووئيل تا خپل زامن خو دملک نه بهر کښينولي ، لږ خو دخوارجو مخې ته ودروه، خپل زامن فوج ته راوليږه.

دۀ ووئيل  دوسله والو فوجونو خلاف  دنفرت تخم کرل کيږي حالانکې  دفوج ځوانان خپل ژوند په تلي کښې ږدي او دجنګ ميدان ته ځي، دخوارجو مخې ته څوک ودريږي؟ څوک  دخپلو ځانونو قربانۍ ورکوي؟ مونږ ژوند ورکوو اؤ اخلو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي