کوهستان کرپشن سکينډل، نيب مرکزي ملزم قيصر دميرمنې سره ونيولو

Oct 18, 2025 - 21:25
 0  2
کوهستان کرپشن سکينډل، نيب مرکزي ملزم قيصر دميرمنې سره ونيولو

دکوهستان کرپشن اسکينډل کيس کښې اهم پرمختګ شوے دے، نيب  مرکزي ملزم قيصر اقبال دخپلې ميرمنې سره نيولے دے، هغه دډيرې مودې راهسې دايبټ اباد ميډيکل کمپليکس کښې زير علاج ؤ، دنيب ذريعو وينا ده چې ملزم دهسپتال نه دفارغيدو سره سم نيول شوے دے، ملزم دخپلې ميرمنې اؤ ټيکه دار اکاونټ ته په اربونو روپۍ منتقل کړې وې  دنيب ذريعو وينا ده چې   دکوهستان کرپشن سکينډل مرکزي ملزم  دخپلې ميرمنې اؤ خورئي په نوم  دکروړونو روپو  جائيدادونه جوړ کړيدي، دنيب ذريعو وينا ده چې  ملزمان به داحتساب عدالت ته  دجسماني ريمانډ لپاره پيش کولے شي. دخېبرپښتونخوا په کوهستان ضلع کښې په مبېنه توګه دمالي بې ضابطګيو کيس کښې   نېب خېبرپښتونخوا  د٢٥ؤ اربو روپو نه  دزيات ماليت اثاثې برامد اؤ منجمد کړې وې.دنېب خېبرپښتونخوا لخوا پېښور هائيکورټ کښې  په ٢٥م جون جمع کړے شوو دستاويزاتو کښې وئيل شوي وو چې دې مالي سکينډل کښې په اعلي کچه کرپشن، دعوامي وسائيلو غيرشفاف استعمال اؤ غيرقانوني مالي لين دين شواهد مخې ته راغلي  چې پرې انکوائري باضابطه تحقيقاتو کښې بدله کړے شوې ده.ددستاويزاتو ترمخه دتحقيقاتو په دوران نيب ٧٣ بينک اکاونټونه منجمد کړي او تقريباً ٥ اربه روپۍ ئې برامد کړي چې پکښې غيرملکي کرنسي اؤ درې کلو ګرامه سرۀ زر هم شامل دي. د نيب ترمخه ٧٧ لګژري ګړۍ هم برامد کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي