په غزه داسرائيلو حملې جاري، نور50 فلسطينيان شهيدان،7 دلوږې له امله مړۀ
محصوره غزہ يو ځل بيا د اسراييلي تېري لاندې راغلې ده، چرته چې اسراييلي پوځ پرون د بريدونو شدت په خطرناکه کچه زيات کړے، او پۀ هستوګنيزو سيمو، پناه ځايونو او دولتي ودانيو ئې بريدونه کړي دي.
په وروستيو هوائي بريدونو کښې تر 50 زيات فلسطينيان شهيدان شوي، او 7 ؤ کسانو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړے دے.
په شمالي غزه کښې د اسراييلو هوائي ځواکونو پر هستوګنيزو ودانيو بمبار کړي، هلته هر 10 نه تر 15 دقيقو وروسته بريدونه شوي، چې له امله ئې متاثره خلقو ته د خوندي ځايونو ته د تګ فرصت هم نه دے ورکړل شوے.
د قطري خبري اژانس له مخې، اسرائيلي جنګي الوتکو په دوامداره توګه پناه ځايونه هدف ګرځولي، چيرته چې زرګونه بې کوره فلسطينۍ ښځې، ماشومان او مشران پناه اخيستې وه.
بل لوري ته، د غزې جنوب لويديز کښې، اسراييلو د عامه څارنوالۍ ودانۍ په درې هوائي بريدونو کښې پوره ويجاړه کړې ده.
په مرکزي غزه کښې د البريج کمپ کښې يو اولسي وګړے شهيد شوے، او د فلسطيني سټيډيوم دننه د بې کوره خلقو پۀ خېمې د بمبارۍ له امله څلور کسان پر ځائے شهيدان شوي دي.
په خان يونس کښې هم په يو هوائي بريد کښې درې فلسطينيان شهيدان شوي، چې يو ماشوم هم پکښې شامل دي
د فلسطين روغتونونو سرچينو خبردارے ورکړے چې د سختو بمباريو، دواوو او خوراکي توکو د کمښت، او د برېښنا د پرېکېدو له امله د درملنې نظام بشپړ فلج شوے دے. د بشر حقونو ادارې دا حالت تر ټولو بد انساني بحران بللے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0