د افغان کډوالو په جبري توګه اېستلو پلوي نه کوو،بيرسټر سيف
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د خيبر پښتونخوا حکومت داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سېف ويلي دي چې د افغان کډوالو په زوره له هېواده د ستنولو پرېکړې ملاتړی نه دی ،باید مرکزي حکومت د کډوالو په اړه شوې پرېکړې ته له سره بيا کتنه وکړي.
نوموړي دا خبرې په کوهاټ پرېس کلب کې خبريالانو ته په يو خبري غونډه کې کړې.
ده زياته کړه، افغان کډوال په پاکستان کې زېږدلي دي او د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې پرېکړې پلوي نه کوي چې افغان کډوال د په جبري توګه له هېواده وشړل شي.
ده وويل، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې په ويزه او يا د ملګرو ملتونو له خوا ورکړي شوي د کډوالۍ کارتونه لري باید و نه اېستل شي او پوليس د يوازې هغه افغان کډوال بېرته ولېږي کوم چې هېڅ ډول د پېژندنې قانوني اسناد نه لري.
What's Your Reaction?
Like
1
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0