کوهاټ کې د عوامي نېشنل ګوند پلويان د کونړ زلزلې ځپلو لپاره مرسته ټولوي

Sep 9, 2025 - 23:12
 0  10
کوهاټ کې د عوامي نېشنل ګوند پلويان د کونړ زلزلې ځپلو لپاره مرسته ټولوي

کوهاټ ( نعمت الله خان )

په کوهاټ کې د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) ضلعي مشرانو او پلويانو د افغانستان د کونړ ولايت د وروستۍ زلزلې ځپليو لپاره د مرستو راټولو لړۍ پيل کړې.

د ګوند ضلعي مشر مسعود خان خليل او ضلعي عمومي سېکتر ډاکټر اشتياق خټک رسنيو ته ويلي چې د مرستو دا لړۍ د (اې اېن پي) د مرکزي مشر ايمل ولي خان په لارښوونه پيل شوې ده.

دوی زياته کړه، چې د مرستو ټولولو بهير يوازې کوهاټ پورې محدود نه دی، بلکې د خېبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې روان دی.

 د دوی په وينا، د افغانستان د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو سره به د انساني خواخوږۍ او ورورولۍ پر بنسټ هر ډول مرسته کوي.

په کوهاټ کې د ګوند له لوري د باچا خان څلورلاري په سیمه کې د مرستو خېمه لګول شوې ده او له شتمنو خلکو غوښتنه کېږي چې د زلزلې ځپلو لپاره د نغدو پيسو تر څنګ د هر ډول د اړينو  توکو مرسته بايد وکړي.

د ګوند ضلعي عمومي سېکتر ډاکټر اشتياق خټک زياته کړه، چې ټولې راغونډې شوې مرستې به پېښور کې د باچا خان مرکز ته انتقالېږي او له هغه ځایه د باچا خان ټرسټ فاونډېشن له لارې د کونړ ولايت زلزله ځپليو ته رسول کېږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي