نايجيريا کې د کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه 60 کسان مړه شول
د نايجيريا د نايجر ايالت په شمالي منځنۍ سيمه کې يوه مسافر وړونکې کښتۍ چپه شوې چې له امله يې لږ تر لږه 60 کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي، او لسګونه نور ژغورل شوي دي.
د رائټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا کښتۍ د مالالې ضلعز د تونګان سُولے کلي نه د دُګّا په لور روانه وه، چيرې چې مسافرو د يو تعزيتي سفر لپاره تګ کاوه. خو کښتۍ د گاوساوا کميونټۍ ته نږدې د اوبو لاندې يوې ونې سره وجنګېده او چپه شوه.
د بورګو ځايي حکومت مشر، عبدالله بابا آرا، ويلي دي چې تر دې دمه د 60 کسانو مړينه تاييد شوې، خو دا شمېره نوره هم لوړېدلي شي. نوموړي زياته کړې چې څو کسان لا هم لادرکه دي او لږ تر لږه 10 ټپيان د نازک حالت سره مخ دي.
ژغورنې ډلې اوس هم د اوبو په اوږدو کې د لادرکه کسانو د موندلو هڅې کوي، او سيمهييز چارواکي وايي چې د پېښې پلټنې پيل شوې دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0