دپاک فوج ايم ائي ١٧ هيلي کاپټر چلاس کښې تباه، دعملې پينځه غړي شهيدان

Sep 1, 2025 - 22:20
 0  2
دپاک فوج ايم ائي ١٧ هيلي کاپټر چلاس کښې تباه، دعملې پينځه غړي شهيدان

) دګلګت بلتستان ديامر علاقې چلاس کښې دپاک فوج هيلي کاپټر راپريوتے اؤ تباه شوے دے، په حادثه کښې دپائيلټ اؤ معاون پائيلټ پشمول دعلمې پينځه  غړي شهيدان شويدي، دائي ايس پي ار ترمخه دپاک فوج ايم ائي ١٧ هيلي کاپټر دټهک داس چاوڼۍ نه تقريباً ١٢ کلو ميټره لرې هډور کلي سره نزدې راپريوتے دے.

دائي ايس پي ار ترمخه هيلي کاپټر دمعمول له مخې په تربيتي پرواز ؤ چې دفني خرابۍ ښکار کيدو نه پس راپريوتو اؤ تباه شو اؤ پکښې دعملې  ټول غړي شهيدان شول

دائي ايس پي ار ترمخه شهيد شوو کشې پائيلټ ان کمانډ ميجر عاطف، کوپائيلټ ميجر فيصل، فلائيټ انجنئير نائب صوبيدار مقبول،  کريو چيف حافظ جهانګير اؤ چيف نائيک عامر شامل دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي