کراچۍ کښې دغيرت په نوم ښځه اؤ سړے قتل
) کراچۍ کښې دغيرت په نوم ښځه اؤ سړے قتل کړے شويدي، دکراچۍ بوټ بيسن قتل کيس کښې اهم پرمختګ شوے دے.
دوه ورځې وړاندې دترلاسه شوو لاشونو دپيژندګلو نه پس معلومه شوې ده چې مقتول ساجد اؤ ثناء دخوښې وادۀ کړے ؤ. دواړه دګوجرانواله اسويدونکي وو اؤ پينځلس ورځې وړاندې تښتيدلي وو.
مقتول ساجد په شلمه جولائي اسلام قبول کړے ؤ اؤ هم په دې ورځ ئې ګوجرانواله کښې دثناء سره کورټ ميرج کړے ؤ چې نکاح نامه ئې هم شخصي ټي چينل ته ترلاسه شوې ده.
دګوجرانواله پوليسو دمقتولې ورور وقاص نيولے دے چې دساجد اؤ دهغه دملګرو خلاف ئې داغوا مقدمه درج کړې وه.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0