دمحسن نقوي دکابل دوره،دترهه ګرۍ خاتمې لپاره په مرسته اتفاق
د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تيره ورځ دافغانستان دوره کړې اؤ هلته ئې دافغان داخله وزير سراج الدين حقاني پشمول دنورو افغان چارواکو سره ليدنې کړيدي.
په دې موقعه دکورنيو چارو وزير افغان چارواکو ته پيغام ورکړے دے چې ترهه ګر تنظيمونه دفساد سبب دے اؤ په ګډه به ددۍې مخنيوے کول وي. دترهه ګرۍ خاتمې لپاره په مرسته اتفاق شوے دے.
دکورنيو چارو وزير کالعدم ډلې ټي ټي پي اؤ نورو ترهه ګروډلو کښې دافغان وګړو په شموليت دتحفظاتو څرګندونه کړې ده.
دکورنيو چارو دوزير کابل ته دغه سفر ددواړو ملکونو ترمينځ دتعلقاتو بهترۍ لپاره ديو شمير اقداماتو پورته کولو نه پس شوے دے چې پکښې دشريکې رابطه کارۍ کميټۍ( جے سي سي) بحالي اؤ اؤ ددواړو ملکونو لخوا ډيپلوميټانه ته دناظم الامور نه دسفير درجې ته وده ورکول شامل دي. دواړو ملکونو دروانې مياشتې په پيل کښې دايډيشنل سيکرټري دکچې ميکانزم خبرې اترې هم پيل کړې وې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0