جنوبي وزيرستان کښې عمليات، 11 خوارج هلاک، دپاک فوځ دوه ځوانان شهيدان
امنيتي ځواكونو په جنوبي وزیرستان سره روغه سيمه كښې په انټلي جنس اطلاعاتو شوې کارروايۍ کښې د هند حمايت يافته 11 خوارج وژلي او 7 ژوبل شوي دي، په دې عملياتو کښې د پاک پوځ دوه ځوانان هم شهيدان شوي دي
، په دې اړه دائي ايس پي ار وينا ده چې سکیورټی فورسز د جنوبي وزیرستان په سره روغه سيمه كښې په استخباراتي معلومات د ترهه ګر تنظیم فتنه الخوارج په ضد يو موثر اپریشن کړے دے ۔ دا خوارج د هند په سرپرستۍ كښې هېواد دښمنه کارروائیو كښې ككړ وو ۔اپریشن کښې سکیورټي فورسز د خوارج پټن ځايونه په کامیابۍ په نخښه كړل چې په نتيجه كښې ئې 11 د هند ملاتړ لرونكې خوارج ووژل شول او 7 ژوبل شول
دائي ايس پي ار وينا ده چې د ډزو په تبادله كښې د ضلع چکوال تعلق لرونكے د پاک پوځ بهادر افسر 37 كلنه میجر سید معیز عباس شاہ او لانس نائیک جبران اللہ عمر 27 كاله، ضلع بنو د شهادت جام نوش كړو ۔
د میجر معیز عباس شهيد جرات او قیادت به عمر له ساتلے شي ۔ هغه په ګڼو آپریشنز كښې د خوارج په ضد په نره کردار ادا کړے ؤ ۔په سيمه كښې د نورو خوارجو ختمولو لپاره کلیئرنس آپریشن روان دے
د پاکستان سکیورټی فورسز د هند مرستې څخه د روانې ترهه ګړۍ خاتمې لپاره عزم لري ځكه چې زمونږ د شهيدانو قربانۍ زمونږ عزم له قوي کوي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0