په کوهاټ کې يوې مور خپل دوه کلن زوی سيند ته غورځولی

Jun 23, 2025 - 21:46
 0  4
په کوهاټ کې يوې مور خپل دوه کلن زوی سيند ته غورځولی

کوهاټ ( نعمت الله خان )

په کوهاټ کې د ژغورنې  اداره  1122 وايي، تحصيل ګمبټ سيمه کې يوې مور خپل دوه کلن کوچنی زوی سيند ته غورځولی.

د ژغورنې ډلې  وياند جواد اپرېدي رسينو ته په لېږلي شوي پيغام کې ويلي، د پېښې ځای ته يې د ژغورنې يوه ډله رسېدلې او ماشومان لټون عمليات پيل کړی دی.

دی وايي، دغه دوه کلن ماشوم رضوان او پلار يې ساجد نومېږي چې د ګمبټ تحصيل اړوند سيمه رسي قصابه کلي دی.

د يادې پېښې په تړاو لومړني معلومات ښيي، د پېښې ښکار  ماشوم مور رواني ناروغه ده

ځکه يې خپل کوچنی زوی سيند په اوبو لاهو کړی.

د پېښې په اړه لا کره معلومات نه دي روښانه شوي د پوليسو پلټنې پس به يې په اړه معلومات خپره شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي