بنو، دميريان تاڼې مرکزي ګيټ نه بهر بمي چاؤدنه،دماشوم پشمول دوه مړه،٢٠ ژوبل
په ضلع بنو کښې دميريان تاڼې مرکزي ګيټ نه بهر دبارودي موادو نه ډک ګاډي اؤ موټرسائيکل کښې دنصب ائي اي ډي په نتيجه کښې شوې چاؤدنه کښې دماشوم پشمول دوه کسان پحق رسيدلي اؤ کم از کم ٢٠ نور ژوبل شويدي.
دپوليسو وينا ده چې دهشت ګردو دبارودو نه ډکه زرنج رکشه دتاڼې مين ګيټ سره ټکر کړې ده، په يو موټرسائيکل کښې نصب ائي اي ډي هم دنزدې دوکانونو سره ودرول شوے ؤ. دچاؤدنې په وخت اولسي وګړي هم په دوکانونو کښې په نخښه شويدي.
بلخوادبنو ريجن ډي ائي جي سجاد خان دميريان چاؤدنه کښې دژوبل شوو کسانو دپوښتنې لپاره دهسپتال دوره کړې ده، هغه دزخميانو پوښتنه کړې اؤ په چاؤدنه کښې دشهيد شوو کسانو ددرو لوړوالي اؤ مغفرت لپاره ئې دعا کړې ده، ډي ائي جي په هسپتال کښې موجودو ډاکټرانو اؤ طبي عملې سره ملاقات کړے اؤ دزخميانو دبهترين علاج معالجې کولو هدايت ئې کړے دے. هغه دلواحقينو سره هم ملاقات کړے، دهغوي په غم کښې شريک شوے اؤ دممکنه مرستې باور ئې ورکړے دےو ډي ائي جي سجاد خان وئيلي دغم په دې وخت کښې پوليس دعوامو سره ولاړ دي، دۀ ووئيل چې دترهه ګرو نۀ څه مذهب شته اؤ نۀ کوم دين،سجاد خان ووئيل چې ترهه ګر به يو په يو منتخب کولے اؤ په نخښه کولے شي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0